ورزش

د روزاميد ټيم دکابل دفوټسال سياليو اتل شو .

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٥
دروز اميد دفوټسال ټيم دکابل ښار له شپاړلس کلنۍ څخه ښکته دفوټسال دانتخاباتي سياليو لومړى  مقام وګاټه.
دهيواد دفوټسال فدراسيون دخپرونو مسوول مرتضي دانش دباختر آژانس خبريال ته وويل  : ددغو سياليو  په وروستۍ  لوبه کې چې نن سهار ترسره شوه د روزاميد او د ميلادالمهدي ټيمونو لوبه وکړه.
لوبه د دريو په مقابل کې په نهو سره داميد روز دټيم په ګټه پاى ته ورسيده او لومړۍ مقام يې وګاته.
دغه راز دميلاد المهدي او دهيرمند ټيمونو دويم او دريم مقامونه ترلاسه کړل.
دخبرځاى  دڅرګندونو له مخې : دغه سيالۍ چې يوه مياشت مخکې دڅلويښتو ټيمونو ترمنځ  دکابل د ګذرګاه  دخراسان په  ورزشي لوبغالۍ کې پيل شوې وې نن پاى ته  ورسيدې او په پاى کې د لومړۍ دويم  او دريم  ټيمونو په پيژندلو سربيره دکابل دفوټسال دلومړۍ ، دويم او دريم لاس ټيمونو ته غوره څيرې انتخاب شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته