سیاست

دمشرانوجرګې رییس د اندونیزیا سفیر سره وکتل

کابل باختر دسلواغې  شپږمه :
دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن،په کابل کې د اندونیزیا هېوادله سفیرښاغلي ډاکټرعارف رچمان سره وکتل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې ښاغلي رچمان، لومړی د خپل هېواد د سنا مجلس درییس رسمي بلنه او نیکې هیلې دمشرانوجرګې رییس ته وړاندې کړې او ويې ویل د اندونیزیا حکومت د افغان ولسونوهغه دردونه چې له کلونوکلونوراپه دې خوا یې د روانې جګړې څخه ګالي درک کوي او له دې امله یې خپلې هڅې ډېرې کړي چې د افغان سولې بهیرکې خپل نقش په پياوړي توګه ولوبوي ځکه سوله او هوساینه تربل هروخت دافغان ولسونو اړتیاده.
ډاکټر رچمان په ډاګه کړه په روانو دووکلونوکې به اندونیزیا دملګروملتونوسازمان په امنیت شورا کې غړیتوب ولري اولدې لارې به په افغانستان کې دجنګ دپای ته رسیدو په اړه د افغان ولسونو د برحقې داعیې څخه په زغرده ملاتړکوي.
همداراز یې په نږدې راتلونکي کې کابل ته داندونیزیا حکومت درسمي پلاوي له راتګ څخه هم خبر ورکړ چې یاد پلاوی به دسولې پروسې دبریا په اړه دافغان چارواکو سلا مشورې واخلي او هم یې په پای کې دخپل هېواد دتحصیلي بورسیو له ډېرښت څخه یادونه وکړه.
ورپسې دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یارڅرګنده کړه چې افغانان دسولې دټینګښت په لاره کې دمسلمان او ملګري هېواد اندونیزیا کړنو او هڅو ته دقدر په سترګه ګوري او هيله ده چې داسلامي هیوادونو په ګډون ټول هغه هیوادونه چې د افغانستان په قضیه کې ښکیل دي د روان ناورین د پای ته رسولو لپاره په ګډه او همغږی کار وکړي.
دافغانستان دمشرانوجرګې رییس دپارلماني اړیکو دلاټینګښت په اړه په خبرو سربېره ژمنه وکړه چې په یوه مناسب فرصت کې به اندونیزیا ته دخپل سفر په ترڅ کې د دې هیواد له چارواکو سره په بېلابېلو مواردو او په ځانګړې په  توګه افغانستان کې دسولې د ټینګښت په اړه بحثونه وکړي.فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته