امنیت

دجلال اباد په هوايي ډګر دتروريستي بريد سازمان ورکوونکې ونيول شو

کابل باختر د ليندي شپږ ويشتمه
هغه سړي چې دجلال اباد ښار په هوايي ډګر دوروستۍ تروريستي  بريد اصلي سازمان ورکوونکې  بلل کېږي نن دپوځي عملياتو په بهيرکې ونيول شو .
  په دغه سړى چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى نن سهار په جلال اباد ښار کې په خپل پټنځي کې  په دغه ښار ديو لر تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ونيول شو .
دليندي دمياشتې په لومړيو وختوکې اوو تنو ځانمرګوبريد کوونکو په داسې حال کې چې په چاوديدونکو توکو بار په دوو موټرو سپاره وو دننګرهار ولايت دمرکز جلال اباد ښار په هوايي ډګر بريد وکړ .
په دې بريد کې ديرشو تنو پوځيانو اوملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته .
باختر اژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې نيول شوي سړى ددغه خونړۍ تروريستي  بريد اصلي سازمان ورکوونکي او تنظيموونکې دي .
ددغې خبرپاڼې دمعلوماتو له مخې دغه تروريستي بريدکوونکې ديو لړ نويو بريدونو په  طرحه کولوبوخت و چې ونيول شو .
ويل کېږي چې ددغو پوځي عملياتو په بهير کې دطالبانو په ډلې پوري اړوند څو تنو نورو جګړه مارانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته