
کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني او مل پلاوي یې د پلازمېنې کابل، د ده سبز په سیمه کې د صنایع سبز ښارګوټي د وضعیت ارزونه وکړه.
نوموړي، په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې د یو شمېر کارخونو وضعیت له نږدې وکوت او د شته ستونزو د حل په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.
سرچینې وویل، تمه ده، چې د کابل او کندهار صنعتي پارکونو په ګډون د ۱۱ ولایتونو د صنعتي پارکونو لپاره دوامداره برېښنا چمتو شي.
دغه چاره د ملګرو ملتونو په مرسته او د اوبو او انرژۍ او کور او ښار جوړولو وزارتونو په همکارۍ او همغږۍ پر مخ وړل کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د مالوماتو له مخې یو شمېر ترکي پانګه وال چمتو شوي، چې دغه برخه کې پانګونه وکړي.
حمدالله نعماني همدارنګه وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت ټولو هغه پانګوالو ته ځمکې ورکوي او آسانتیاوې ورته برابروي، چې غواړي د کور او ښارګوټو برخه کې پانګونه وکړي.
افغانمل