امنیت

په سرپُل کې دوه کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

کابل / د چنګاښ ۱۱مه / باختر
د سرپل ښار ته څېرمه دوه کلي نن سهار د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې کومانډویانو نن سهار د عملياتو په بهير کې د سرپل په مرکز پورې اړوند د بهسودو او قيراغوي کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړل.
رضايي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې طالبانو ته د سر زيان هم اوښتى دى او د هغوی له شتون څخه د نورو ناامنو سيمو د پاکولو په خاطر عمليات دوام لري.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته