خبرونهفرهنګTOP

یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د غزني له تاریخي آبدو څخه لیدنه وکړه

 کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر

د ریاست الوزرا د فتر رئيس ډاکټر ملا عبدالواسع آخندزاده، د عدلیې وزارت مسلکي معین مولوي عبدالکریم او د علومو اکاډمي د تفسیر او احادیثو رئيس مولوي عرفان الله عرفان غزني ته د سفر پرمهال د دغه ولایت له یو شمېر تاریخي آبدو څخه لیدنه وکړه.

یاد پلاوي په غزني کې د بهلول دانا، حضرت حکیم سنائي، سلطان محمود غزنوي آبدو او شمس العارفین له مزار څخه لیدنه وکړه او د دغو تاریخي آبدو په ښې ساتنې یې ټینګار وکړ.

په دغه کتنه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار وویل، چې د روان کال په اوږدو کې د دغه ولایت یو شمېر تاریخي آبدې چې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي او یا تر اوسه په اساسي توګه ندي رغول شوي، ستونزې یې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شریکې کړې او تمه ده، چې راتلونکي مالي کال کې ورغول شي.

نثار یاد پلاوي ته د غزني د تاریخي آبدو د مختصر معلوماتو تر څنګه په ډاګه کړه، چې غزني د هېواد په کچه یو له زیات شمېرو تاریخي آبدو او لرغونو سیمو درلودونکو ولایاتو څخه شمېرل کېږي خو د پالنې په موخه یې د مرکزي حکومت توجه هم اړینه ده.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا