سیاست

اجرائيه رئيس دملي شورا اود پروان دولايتي شورا له يوشمير وکيلانو سره وکتل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٠ :
اجرائيه رئيس  ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دپارلمان  او دپروان  دولايتي شورا له يوشمير وکيلانو سره وکتل  او خبرې اترې يې وکړې .
په دې کتنه کې دپروان  دخلکو استازو  دملي وحدت حکومت له پروګرامونو څخه دملاتړ په ترڅ کې   او ددغه ولايت ديوشمير سيمه ييزو مقاماتو دکارونو  له امله يې خوښي څرګنده کړه.
دوى دغه راز له اجرائيه رئيس څخه وغوښتل چې  دسکتوري وزيرانو او دپروان  دخلکو داستازو په  ګډون يوه  غونډه جوړه کړي چې دپروان دخلکو دستونزو دڅيړنې په باب خبرې اترې وشي  او لازم تصميمونه ونيول شي .
دوى دغه راز له اجرائيه رئيس څخه وغوښتل چې دپروان ولايت دسيدخيلو ولسوالۍ دخلکو ترمنځ رامنځته شوې شخړې ته پاملرنه وکړي اودسيمې دخلکو او وکيلانو نظريو ته په  پاملرنې سره  دحل مناسبه سوله ييزه لاره ولټوي .
دغونډې په دوام دپروان ولايت دخلکو  وکيلانو له ډاکتر عبدالله عبدالله څخه  وغوښتل چې دهېواد سوداګرو ته دآسانتياو برابرولو ته پاملرنه وکړي.
وروسته اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله  دپروان ولايت  دمشرانو او خلکو   ددوامداره ملاتړ له امله قدرداني وکړه او زياته يې کړه ؛  موظف شوى دولتي هيئت  او اړ وندو سيمه ييزو مقاماتو ته  بيا لارښوونه کړې ده چې دپروان ولايت
دسيدخيلو ولسوالۍ دخلکو ترمنځ درامنځته شوې شخړې په باب دسيمې  دمشرانو او خلکو  نظريو ته پاملرنې سره وڅيړل شي .
اجرائيه رئيس  د حکومت دسکتوري وزارتونو او دپروان دخلکو  دمشرانو ترمنځ دغونډې د جوړولو په باب دپروان دخلکو دوکيلانو طرحه شوى وړانديز ومانه او  ژمنه يې وکړه چې ډير ژر دغه  غونډه جوړوي. چې ددغه ولايت دچلنجونو په باب خبرې اترې وشي  او عملي تصميمونه ونيول شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته