اقتصاد

یو قطري شرکت غواړي په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي

کابل / د لیندۍ ۲۱مه / باختر
د ” قطر للطاقة الشمسیه” شرکت مشر د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې، په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې په قطر کې وشوه، د اوبو او انرژْۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د قطر د لمریزې انرژۍ ” قطر للطاقة الشمسیه ” شرکت له مشر سالم عباسي سره، په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ د تولید په اړه خبرې وکړې.
دغه راز په دې کتنه کې د ” قطر للطاقة الشمسیه ” شرکت مشر، په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی وښود او د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر څخه یې وغوښتل‏ چې د افغانستان اسلامي امارت د اړوندو وزارتونو یو ګډ اداري او تخنیکي پلاوی دې په دې اړه له دغه شرکت سره تفصیلي خبرې وکړي چې په پایله کې یاد شرکت په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
په پای کې دواړو لوریو پر ګډو هڅو او همکاریو ټینګار وکړ.
وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا