سیاست

د عبدالحکيم مجاهد د وروستيوڅرګندونو په اړوند د تخار د والي تندغبرګون

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٢٦
د تخار والي د سولې د عالي شورا د غړي عبدالحکيم مجاهد د وروستيو څرګندونو په وړاندې غبرګون ښودلى دى .
دتخار له ولايت څخه د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
د تخار والي ډاکتر محمد ياسين ضيا چې د دغه ولايت د سلګونو تنو خلکو په غونډه کې د کابل، قندهار او د هلمند د ولايتونو د وروستيو پيښو د شهيدانو پاک روح ته د دعا او درناوي په خاطر يې خبرې کولې؛ د عبدالحکيم مجاهد څرګندونې يې غير عقلاني وبللې او هغه يې د هېواد د ټولو شهيدانو او په تېره بيا د هېواد د رښتينو ساتوونکو روح ته چې تل يې د سولې او ثبات د ټينګښت په لاره کې هلې ځلې کړې او خپل سرونه يې قرباني کړي دي؛ سپکاوي وباله.
د تخار والي ټينګار وکړ چې يو شمېر خلک د اوسني نظام له امکاناتوڅخه استفاده کړې ده او د نظام د دښمنانو صفتونه کوي.
له بله پلوه د تخار خلکو په دې ترڅ کې چې يو ځل بيا له دولت او نظام څخه خپل ملاتړ اعلام کړ، په قندهار، کابل او هلمندکې وروستي بريدونه وغندل.
په پاى کې ضيا د افغانستان د خلکو په وړاندې د تخار د خلکو پيوستون وستايه او له نظام څخه يې د خلکو جدي ملاتړ يې په دغه ولايت او هېوادکې د سولې او ثبات د تامينولو لپاره د برياليتوب يواځنۍ لاره وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته