فرهنګ

د اساسي قانون د تصويب ورځ ونمانځل شوه

کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين نن د هيواد د اساسي قانون د تصويب دلسمې کاليزې د نمانځنې په مراسموکې د اساسي قانون په تطبيق باندې د څارنې له خپلواک کميسيون څخه وغوښتل چې داسې پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسي چې د هيواد اتباع په مطلوب ډول په اساسي قانون پوه شي او په هغه کې خپل حقوق او مکلفيتونه وپيژني .
دباخترآژانس د خبر له مخې: د اساسي قانون د تصويب لسمه کاليزه نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د کارکوونکو او منسوبينو له خوا ونمانځل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين پوهنمل نبي فراهي په دې غونډه کې اساسي قانون د ملي وثيقې په توګه وباله او ويې ويل چې دغه قانون زموږ د خلکو په سياسي او ټولنيز برخليک کې زياته اغيزه لري. د دغه قانون په تصويب سره په هيوادکې د يومنتخب نظام د جوړولو زمينه برابره شوه او زموږ خلکو وکولى شول د هغه په شتون کې خپله اراده تمثيله کړي.
ده اساسي قانون يو ارزښتناک ملي سندوباله چې د خلکو د ژوندانه ټولې برخې رانغاړي اوکيداى شي په هيوادکې د دموکراسى د پياوړتيا په لور يوګام وي.
فراهي ټينګار وکړ چې زموږ خلک بايد په بشپړه توګه په دغه قانون پوه شي او د اساسي قانون پرتطبيق باندې د څارنې کميسيون کولى شي داسې پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسي چې د هيواد اتباع د دغه قانون په ښيګڼو زيات او په ښه توګه پوه  شي او د هغه په رڼا کې خپل حقوق اومکلفيتونه وپيژني .
ده وويل: هغه پرمختګونه چې نن د نورو ټولنو په برخه شوي دي؛ په قانون او په قانون مننې د پوهې زيږنده دي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې زموږخلک په اساسي قانون دومره نه پوهيږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين د اساسي قانون د نمانځنې اوونۍ په افغاني ټولنه کې په قانون د پوهيدو او تفهيم لپاره يوفرصت وباله چې بايدله هغه څخه ګټه واخلو او په هيوادکې د محوري قانون په ګټه استفاده وکړو .
دغه راز په دې غونډه کې د اساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دکميسيون يو تن رييس محمدخليل قيامي خبرې وکړي؛ د اساسي قانون بېلابېل اړخونه اوپه ټولنې د هغه اغيزې يې وڅيړي او د اساسي قانون پرتطبيق باندې د څارنې د کميسيون په استازيتوب يې له هيوادوالو څخه وغوښتل چې ددغه قانون په مطالعه کولواو په ښه توګه په هغه په  پوهيدو سره خپله ټولنه دمحوري قانون په لور رهبري کړي او په هغه کې دځان او د نورو حقوق وپيژني او هغه رعايت کړي.
ده وويل: د دې لپاره چې خلک په اساسي قانون پوه شي؛ دغه کميسيون کال په کال په زرګونو ټوکه اساسي قانون چاپ او د هيواد په مرکز او ولايتونوکې يې د هيوادوالو په واک کې ورکړي دي .
د يادونې وړ ده چې د هيواد اساسي قانون د ١٣٨٢ کال دمرغومي د مياشتې په څوارلسمه نيټه په دولسو فصلونواو يوسلو دوه شپيتو مادوکې تصويب شو.
دغه راز دغه ورځ د سرحدونو او قبايلو د چارو او د لوړو زده کړو په وزارتونوکې هم ونمانځل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته