نړۍ

دعراق دچاودنو دتلفاتو شمير زيات شو.

بغداد سکاي نيوز  باختردلړم دمياشتې ٧ :
دعراق په پايتخت بغداد کې دچاودنو دتلفاتو شمير  چې زياتره په شيعه يانو شوي وو  ، دښځو او ماشومانوپه ګډون څه ناڅه څلويښتو تنو ته رسيدلى دى.
يوشمير نورکسان دعراق په بيلابيلوسيمو کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو دډزو له امله وژل شوي  اويا ټپيان شوي دي.
دنړيوالو رسنيو دخبرله مخې، باختراژانس خبر راکړ:دروغتيايي چارو مسوولينو اوپوليسو ويلي دي  چې زياتره تلفات پرون داختر په دويمه ورځ دبغداد په صدر ښارکې  يو رستورانت ته څيرمه ددوو  موټر بمونو  دچاودنې له امله رامنځته شوي دي.
ددغو خبرځايونو دڅرګندونوله مخې،له دې څخه څو ساعته مخکې دبغداد په  ختيځ کې يوه  کوچنى مارکيټ ته څيرمه ديو بم دچاودنې له امله ددريو تنو ماشومانو په ګډون څوتنو مرګ ژوبله واوښته .
له بله پلوه دايراني زيارت کوونکو دسپرلۍ په موټر کې ديوايښودل شوي بم دچاودنې له امله  شپږتنه ايراني اتباع ووژل شول  او څوتنه نور ټپيان شول.
دايران دحج او زيارت دسازمان يو مقام مسعود اخوان  ددغه خبرپه تائيدولو سره وويل: دغو کسانو په شخصي ډول سفرکاوه .
دملګروملتو دسازمان ځانګړي استازي  مارتين کوبلر ددغو بريدونو په غندلوسره هغه يو وحشيانه عمل بللى دى  او ويلي يې دي چې په زيارت کوونکو بريد ستر جنايت دى .
په عراق کې تاوتريخوالي په وروستيو مياشتو کې زور اخيستى دى او تراوسه پورې ددغو چاودنو مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخيستى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته