سیاست

اجرائيه رئيس د نورستان د خلکو ستونزې واورېدې

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ٣١ مه
اجرائيه رئیس پرون په سپېدار ماڼۍ کې د خپل کار په دفترکې د نورستان د ولایتي شورا له یوشمېر غړو او قومي مشرانو سره وکتل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې لومړی د نورستان خلکو د هغه ولایت په امنیتي، اقتصادي او پراختیايي برخو کې شته ستونزې له اجرائيه رئیس سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه چې دغو ستونزو ته دې رسیدګي وشي.
د هېواد اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ، چې د نورستان د خلکو ستونزو ته به ډېر ژر رسیدګي وکړي او اړوندو ادارو ته به لازم هدایات ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته