نړۍ

د پاکستان پوځ: د افغانستان پولې ته څيرمه په يو بريد کې مو يوسرتيرى ووژل شو

کابل/ د مرغومي ٧ مه / باختر:
د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته څيرمه په يوه قبايلي سيمه کې پر يوې پوځې پوستې د سخت دريځو وسله والو په بريد کې د يوه سرتيري د وژلوخبره کړې ده.
د پوځ د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه پرون د شمالي وزيرستان په شيوا ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
پوځ ويلي، يو سرتېرى يې د سختو نښتو په پايله کې وژل شوى او په بريد کوونکو پسي يې سيمه پلټلې ده.
تراوسه چا يا کومې ډلې د دغه ًبريد مسووليت نه دى منلى خو د تحريک طالبان پاکستان له هغه وروسته چې له حکومت سره يې د سولې خبرو نتيجه ورنکړه د پاکستان پر پوځ او پوليسو بريدونه بيا زيات کړي دي.
د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې چې له لسيزو راهسيې د سخت دريځو وسله والو يو پياوړى مرکز بلل کېږي په پېښور کې پر يو پوځي ښوونځي د٢٠١٤ کال د دسمبر له خونړۍ حملې وروسته چې پکې ١٥٠ زيات کسان ووژل شول د سخت دريځو وسله والو پرضد پراخ عمليات ترسره کړل.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته