کابل باخترد کب دمیاشتې ٢٥ :
د روزګان ولايت امنیتي چارواکي وايي د دې ولایت په چورې ولسوالی کي د وسله والو مخالفینو په منځ کي ديوه ځانمرګي واسکټ دچاودنې له امله دوولس تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت امنیه قومندان غلام فاروق سنګري باختر اژانس ته وویل چې په دې بريد کې د ځانمرګې بريد کوونکي په ګډون شپږتنه وسله وال مخالفین وژل شوي او شپږ تنه نور يې ټپیان شول.
سنګري زياتوي وسله والو مخالفينو دغه ځانمرګى بريد کوونکی د امنيتی ځواکونو د يوې سترې غونډې لپاره چمتو کړي و چې هدف ته له رسيدو مخکې له منځه لاړ .
1 د یوې دقیقې څخه لږ