سیاست

د سترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه او په اجندا کې نيول شوې موضوعګانې يې وڅيړلې.

کابل باختر د زمري دمياشتې ٢٢
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه او په اجندا کې نيول شوې موضوعګانې يې وڅيړلې .
دسترې محکمې د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبرورکړ: عالي شورا لومړى دکابل ولايت سروبي ، شکردرې او پغمان په ولسواليوکې په دې وروستيو وختو کې دسيلاوونو د راوتلو له امله د سر د اوښتو زيانونو او مالي تاوانونو په نسبت خواشيني او خپګان څرګند ګړ او دهمدردۍ دڅرګندولو په ترڅ کې يې ، له الهي دربار څخه ددغو پيښو قربانيانو ته دفردوس جنت او کورنيو او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله وکړه.
وروسته دسترې محکمې دنظامي استيناف د محکمې د رياست وړانديز ته په پاملرنې سره ، دقضايه  قوې د ادارې عمومي آمريت ته لارښونه وشوه چې دقندهار ولايت دنظامي منسوبينو دجزايي دوسيو دڅيړنې په مقصد، قضايي هيئت دغه ولايت ته واستوي چې دنظر وړ قضيو په ايستينافي حل او فصل کې اقدام وکړي.
په همدې ترتيب په سرپل ولايت کې ديو شمير جزايي قضيو دڅيړنې دڅرنګوالي په برحه کې دلوى څارنوالۍ د استهدايې په وړاندې څرګنده شوه چې پخوا د سرپل ولايت د ځينو جزايي قضيو د څيړنې صلاحيت د جوزجان جيل ته دهغوى د بنديانو دليږدونې په دليل، ددغه ولايت ابتدايه او استيناف محکمو ته ورکړى شوى دى، خو که چيرې اوس دسرپل ولايت مقامات په دغه ولايت کې دجزايي قضيو دځينو متحمينو د ساتنې امکانات ولري، دسرپل ابتدايه او استيناف محکمې دپخوا په شان دهغوى دقضيو په څيړنه کې قانوني صلاحيت لري.
دغه راز دنشه يي توکو ديوې قضيې په اړونددکاپيسا ولايت داستيناف محکمې د رياست د استهدايې له مخې ،څرګنده شوه چې دمجازاتو په تقديرکې ، دنشه يي توکو کميت شرط دى. استهدا کوونکې مرجع کولاى شي دنشه يي توکو اندازه له قانوني معيارونو سره سم تقدير کړي او په دې برخه کې خپل اجرات دې د مسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دقانون د ٤٦ او ٥٠ مادو د اټکلونو له مخې ، عيار کړي .
سربيره پر دې دعالي شورا په ننۍ غونډه کې په مدني قضيو کې د بيا کتنې د دريو مواردو غوښتنو او په جزايي قضيوکې د محکمې دبدلون د درېومواردو غوښتنو په باب چې د دعوا د خاوندانو او دلوى څارنوالۍ د ادارې له خوا طرحه شوې وې؛ هم لازم تصميمونه ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې: قاضي القضات نن له غرمې مخکې دخپل کار په دفترکې د نوى زيلاند له يوې قضايي مسوولې ميرمن کلوديا ايسفر چې دملګرو ملتو دسازمان د عدالت او دحقوقو دپروګرام په برخه کې په خدمت بوخته ده ، وکتل.
په دې کتنه کې قاضي القضات لومړى په پيلا بيلو کاري برخواو اړخونوکې دافغانستان دقضايي نظام بيلابيل پروګرامونه بيان کړل او زياته يې کړه چې ددغو پروګرامونو دتدوين او تطبيق هدف او مقصد دقضيو په څيړنه کې دمحکمو دظرفيت لوړول ، دعدالت تامينول او دقانونيت ټينګښت دي چې ستره محکمه له نيکه مرغه په دې برخه کې مهم کاري برياليتوبونه لري او په دې بريالې شوې ده چې دافغانستان قضايي نظام د ښځينه قاضيانو د ونډې اخيستنې او مشارکت په تامنيولو سره خلکوته د يوې خدمتګارې دستګاه په توګه بدل کړي او له شک پرته به دقضايي قوې دملي لومړيتوب لرونکي پروګرامونه په راتلوونکو پنځو کلونو کې دهيواد دقضايي نظام په تصوير کې مثبت او دپاملرنې وړ بدلونونه رامنځته کړي .
لکه څنګه چې همدا اوس دافغانستان قضايه قوه دخلکو د قضيو دڅيړنې او د هغوى دحقوقو داحقاق په اړوند ښه ظرفيت او مديريت لري او همدا اوس له پخوا څخه په ښه حالت کې ده .
وروسته ميرمن کلوديا په خپل وار، خپل هغه کاري پروګرامونه چې په افغانستان کې په عدالت او دبشر په حقوقو متمرکز وو، بيان کړل او خوښي يې څرګنده کړه چې نن ورځ دافغانستان قضايه قوه په سالم مديريت او په شفافو اجرااتو سره دخلکو دټولنې په خدمت کې ده او داکار دنړيوالې ټولنې لپاره چې په افغانستان کې د بشري حالت تعقيبوي؛ د خوشبينۍ موجب دى او موږ هيله لرو چې دافغانستان دولت او عدلي او قضايي مرکزونه وکولاى شي لازيات دبشري حقوقو د رعايتولو په لاره کې مخکښ و اوسي.
ميرمن کلوديا ددغې کتنې په ترڅ کې قاضي القضات او د سترې محکمې غړوته بلنه وکړه چې د متقابلو قضايي همکاريو دپراختيا په مقصد نوى زيلاند ته سفر وکړي.
په دې کتنه کې دقضايه قوې د ادارې عمومي آمر ډاکتر عبدالله عطايي هم برخه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته