کابل – باختر دوري دمياشتې ١٢
دقوماندان محمد داوود په مشرۍ يوه اته کسيزه ډله وسله وال مخالفين نن په پکتيکا ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دپکتيکا ولايت امنيه قوماندان پاسوال نبى جان ملاخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل دغه کسان چې پخوا د دغه ولايت دمتاخان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولت پرخلاف فعاليت کاوه دملي روغې جوړې دتګلارى په د ريښتينوالى باندې په پوهيدو سره له دولت سره يوځاى شول.
د يوه اړوند خبرځاى دڅرګندونو له مخې دغو کسانو اته کلاشينکوفونه يوه ماشينګڼه، دوه مخابرې او يوه اندازه مهمات هم دولت ته وسپارل
0 د یوې دقیقې څخه لږ