سیاست

محمد يونس قانوني په کابل کې د بريټانيا د شاهي هيواد له سفير سره وکتل

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٣
د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني په کابل کې د بريټانيا د شاهي هيواد له سفير ښاغلي ريچارد استک سره په کتنه کې په افغانستان کې د انتخاباتو په بهيرکې نوې پرمختياوې له هيلو ډکې وبللې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې د ګلخانې په ماڼۍ کې ترسره شوه؛ د جمهوري رياست لومړي مرستيال څرګندکړه چې هيله لرم د جمهوري رياست د دواړو نوماندانو ترمنځ د رغنده ديالوګ په پيل کيدو سره رامنځته شوى ډب ډير ژر زموږ د خلکو د هيلو د پاى ته رسولو په لورخپله لاره پرانيزي او زموږ د هيوادوالو په ژوندانه کې نوې پاڼه پرانستل شي.
په دې کتنه کې په کابل کې د بريټانيا د شاهي هيواد سفير ښاغلي ريچارد استک هم د افغانستان د انتخاباتو په بهيرکې د نويو بدلونونو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې موږ په کابل کې د ملګرو ملتو د سازمان له استازو او د افغانستان له نورو نړيوالو دوستانو سره په دې برخه کې کار کوو چې دغه بهير وروستى برياليتوب ته ورسيږي او د خلکو کار او کسب بيا سمون ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته