امنیت

په نيمروزکې يو زرګر وواژه

کابل باختر د زمري اتمه :
په نيمروز ولايت کې يو زرګر د وسله والو غلو له خوا ووژل شو .
د نيمروز ولايت د امنيت رياست يو منسوب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه زرګر هغه وخت ووژل شو چې وسله والو غلو په زرنج ښارکې د ده د زرګرۍ په دکان بريد وکړ . 
خبرځاى زياته کړه: دوه تنه غله ونيول شول او د دغې ډلې دريم غل په تيښته بريالى شو .
ده وويل: د هغه د نيولو لپاره هم هلې ځلې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته