امنیت

يوڅارنوال په پکتيا کې ترور شو

کابل /دکب ٢٢ / باختر
يو څارنوال په پکتيا کې د ناپېژاندو وسله والو يرغلګرو په ډزوکې ووژل شو.
په حسنيار تېره شپه په ګرديز ښار کې د اريانا د تيلو د ټانګ په وړاندې د يرغلګرو له خوا ډزې وشوې او ووژل شو.
هغه د پکتيا د استيناف څارنوالۍ څارنوال و.
د پکتيا د پوليسو وياند محمد لعل اميري باختراژانس ته وويل چې يرغلګر د دغه څارنوال له وژلو وروسته په تېښتي بريالى شوى دى او د هغو د موندلو اونيولو لپاره هڅې دوام لري.
تراوسه پورې د دغه څارنوال د وژلومسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خوامنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان د دغه ترورمسوولين بولي.
ختم_ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته