اقتصاد

انجنیر محمد خان: اقتصاد وزارت باید د ګټوروغیردولتي موسسو لاس نیوی وکړي

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٢مه
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیرمحمد خان د غیر دولتي موسسو ترمنځ د همغږۍ، روڼوالي او مرستو د پیاوړتیا ملي کنفرانس ته چې نن د اقتصاد
وزارت په تالارکې جوړ شوى و؛ وينا وکړه.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال وویل چې د اقتصاد وزارت له ځوانې رهبرۍ څخه
خوښ یم چې د خپل کار په لومړیوکې یې خورا مهم کارونه ترسره کړي.
ده زیاته کړه: د غیر دولتي موسسو کارونه د ستایلو وړ دي او زه د ملي
وحدت حکومت په استازیتوب ترې مننه کوم .
انجنیر محمد خان دغه ډول پروګرامونه د دولت او غیر دولتي موسسو ترمنځ
ډېر ګټور وګڼل او په خبره یې د دې ډول پروګرامونو په عملي کولو سره به په
پرمختیايي کارونوکې د پام وړ مثبت بدلون راشي.
د ده په خبره: دولت غیر دولتي موسسو ته د پردي په سترګه نه ګوري، خو د
کارونو د اغېزمنتوب په خاطر به ترې په کلکه څارنه کوي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال دا هم وویل چې خصوصي سکتور په بیا رغونې،
روغتیا، ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، کرنې او نورو برخوکې د پام وړ
مرسته کړې او باید دولت ورسره تر وسه مرسته وکړي.
د ده دڅرګندونو له مخې: د اقتصاد وزارت باید دوو ټکو ته پاملرنه وکړي،
لومړی هغه فعالې او ژمنې غیر دولتي موسسې چې د خلکو په ژوند کې یې د پام
وړ بدلون راوستی؛ غښتلي او ملاتړ یې وکړي. دویم ټولې دولتي او غیر دولتي
موسسې په دې قانع او و پوهوي تر څو د هر ډول فساد مخه ونيسي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته