امنیت

وسله وال طالبان،د جګړې لپاره هيڅ اسلامي او شرعي دليل نه لري

لښکرګاه باختر د چنګاښ ۱۱ مه
په کور دننه او  بهر کې د  دیني عالمانو له فتواګانو څخه دا  څرګندېږي  چې نور وسله وال طالبان په هېواد کې د جګړې لپاره هیڅ اسلامي او شرعي دلیل نه  لري.
دغه څرګندونې د هلمند  ولایت  دیني عالمانو،مخورو او ځوانانو د  یوې  پراخې  غونډې  په ترڅ  کې وکړې.
د باختر اژانس د سیمه يېز خبریال د خبر له مخې، په دې غونډه  کې
د سولې او اوربند په تړاو د حکومت وروستي فعاليتونه او هلې ځلې بې ساري وبلل شول او له وسله والو طالبانو هم وغوښتل شول، چې نور جګړه پای ته ورسوي او بين الافغاني خبرو اترو ته چمتو  شي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته