ټولنه

د ډاډګېرنې پیغام

کابل باختر د غبرګولي د مياشتې ٥ مه
د مولوي شبير احمد کاموي د شهادت په اړه د جمهوررئیس محمداشرف غني د ډاډګېرنې پیغام.
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د خلکو قسم خوړلو دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام د امن او سلامتۍ په دې مبارکه میاشت کې نن یو ځل بیا په کابل ښار کې د هیواد جید دیني عالم مولوي شبير احمد کاموي شهید کړ.
ارواښاد مولوي شبیر احمد کاموي د هېواد پیاوړی دیني او علمي شخصیت وو چې خپل عمر یې په هېواد کې  د سولې او ورګلوۍ او  د ټولنې په خدمت کې تېر کړ. د نوموړي شهادت د هیواد او هیوادوالو لپاره لویه ضایعه بولم او اړوندو امنیتي ارګانونو ته د یادې پېښې د هراړخیزې څېړنې ترڅنګ، قانون ته د هغې د عاملینو د ژر سپارلو لارښوونه کوم.
د ارواښاد مولوي شبیراحمد کاموي د شهادت په مناسبت د هغه کورنۍ، دوستانو، همکارانو او ټولو وطنوالوته د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب څرګندوم او د خدای تعالی په دربار  کې مرحوم ته د فردوس جنت دعا، خپلوانو او کورنۍ ته یې د جمیل صبر هېله کوم. پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته