نړۍ

په روان ميلادي کال کې دريم پاکستانى په سعودي عربستان کې اعدام شو

رياض – جيونيوز – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
سعودي عربستان په روان ميلادي کال کې دريم پاکستانى تبعه پرون د هيروينو د قاچاقو په جرم اعدام کړ .
باختر آژانس د پاکستان د جيو ټلويزيون له خولې خبر راکړ : اعدام شوى پاکستانى ياسر عرفات منير احمد نوميده او په مکې مکرمه ښارکې اعدام شو .
په هغې وينا کې چې د سعودي عربستان دکورنيو چارو وزارت له خوا خپره شوه ويل شوي دي: هغه تحقيقات چې ترسره شوي دي ، تورن د محاکمې په بهيرکې په خپل جرم اعتراف کړى دى.
ياسر احمد يوولسم شخصى او دريم پاکستانى دى چې په روان ميلادي کال کې په عربستان کې اعداميږي.
دسعودي عربستان دکورنيو چارو وزارت مقاماتو ويلي دي چې دغه هيواد د نشه يي توکو پرخلاف ټولنې ته د سر د زيان په نسبت مبارزه کوي.
د روان کال د تلې په مياشت کې يوه خپلواک کتوونکې د امريکا د متحده ايالاتو په استازيتوب په سعودي عربستان کې د قضايي بهير په باره کې خپله انديښنه څرګنده کړه او له ډيل پرته يې د اعدام د جزا د بندولو غوښتنه وکړه.
د روانې اوونۍ د يکشنبې په ورځ د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت او امنيتي ځواکونو وويل چې د دغه هيواد او د عربي متحده اماراتو امنيتي ځواکونو په ګډه د نشه يي توکو د ترافيکو يوه شبکه دړې وړې کړه او د دوو لاريو چلوونکي چې دپاکستان اتباع دي، ونيول.
په سعودي عربستان کې جنسي تيرى، وژنه ، ارتداد، وسله وال غلا او د نشه يي توکو ترافيک د مرګ سزا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته