امنیت

په غزني کې دوسله والوطالبانو دچاوديدونکو توکو ديوې سترې ډيپو کشف.

 

کابل -باختر دکب  اتلسمه :

 دغزني ولايت سيمه ئيزو مقاماتوپه دغه ولايت کې دوسله والو طالبانو د ډلې  دچاوديدونکو توکو ديوې سترې ډيپو دکشف خبر راکړ .

 دغه ډيپو پرون دمقر ولسوالۍ دخوزايي ساحې د چارقلعه په سيمه کې دوسله والو طالبانو په يوه پټنځي د پوليسو په ځانګړو عملياتو کې کشف شوه .

 دغزني ولايت دمقر ولسوال صاحب خان باختراژانس ته وويل چې په دې ډيپو کې په لسګونو ماينونه اوبمونه ،  څوارلس بوشکې چاوديدونکي توکي او له اته سوه مترو مزو سره دوه سوه پنځوس کيلوګرامه نور چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي . دمقر ولسوال وايي چې وسله والوطالبانودغه چاوديدونکي توکي دبمونو ، ماينونو او دځانمرګو واسکټونو دجوړولو لپاره کارول .

 ويل کيږي چې دطالبانو په دغه پتڼځي  دسيمه ئيزو پوليسو دعملياتو په بهير کې جګړه ماران په تيښتې بريالي شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته