سیاست

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د اقتصادوزارت سرپرست ددغه وزارت کارکوونکو ته ور وپیژاند

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
د ا جرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان  داقتصاد وزارت سرپرست محمد مصطفی مستور ددغه وزارت کار کوونکو ته وروپیژاند .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په هغې غونډه کې چې داقتصاد وزارت د غونډو په تالار کې؛ دمحمدمصطفى مستور ته د ښه راغلاست په موخه جوړه شوې وه د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش ، د کابینې غړو ، د واړو جرګو استازو ، د وزارتونو مرستیالانو او د دغه وزارت کارکوونکو برخه اخیستې وه.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان ؛ ځوان کدر او د مالیې وزارت پخوانی مالي مرستیال محمد مصطفی مستورددغه وزارت لپاره په کار پوه ، وړ او تکړه شخصیت وباله او ده ته يې په نوي ورسپارل شوې مسؤلیت کې د څښتن تعالي څخه دبریالیتوب هيله وکړه .
همدا راز د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د اقتصاد وزارت له ټولو کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې د دغه وزارت دچارو په ښه ترسره کولو  کې له سرپرست وزیر محمد مصطفی مستور سره بشپړه همکاري وکړي .
د اقتصادوزارت سرپرست محمد مصطفی مستور د ملي یووالي حکومت له اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې له هر ډول توپیر پرته به هېواد ته خدمت او د اداري فساد پر وړاندې به جدي مبارزه کوي او د اقتصاد وزارت له کارکونکو يې وغوښتل چې په چارو کې یې لاسنیوی وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته