کابل باختر د ليندى لسمه :
د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ خلکو پرون د يوې غونډې په ترڅ کې په دغې ولسوالۍ کې د کوکنارو د کرکيلې د بندولو غوښتوونکي شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل: دغه غونډه چې د ګوشتې ولسوالۍ د عالمانو، متنفذينو او خلکو په ګدون جوړه شوې وه، پريکړه وشوه چې په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو د کرکيلې او د نشه يي توکو د تجارت مخه ونيول شي.
په همدې حال کې د ګوشتې ولسوال شېرشاه حسيني وويل: د نيکمرغى ځاى دى چې خلک د امنيتي منسوبينو ترڅنګ ولاړ دي او د دغه مضر بوټى پرخلاف همکاري کوي.
دغه راز د دغې ولسوالۍ مشرانو وويل: نشه يي توکي زموږ ځوانان وژني. دوى په ګوشتې ولسوالۍ کې د بيا رغاونې د بهير د ګړندي کولو غوښتوونکي شول.
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل