امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۱۷ ترهګر وژل شوي دي

کابل/د مرغومي۱۰مه/باختر
د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتوکې ۱۱۷ترهګر وژل شوي، ۱۷ټپیان او د ۷ شکمنو په ګډون ۲۰ تنه نور نیول شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ترهګر د غزني، هلمند، قندهار، هرات، بغلان، کندز، زابل، غور، بلخ، جوزجان او کونړ په مربوطاتو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونوکې وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته