کابل باختر د غبرګولي څلورمه :
په غور ولايت کې له پوليسو سره په جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه طالبان دغور _ هرات دلويې لارې ديرخول په ساحه کې دپوليسو په پوستې دبريد له امله ووژل شول .
دغور ولايت امنيه قوماندان دلاور شاه دلاور باختراژانس ته وويل، لومړى طالبانو په سيمه کې د پوليسو دڅو پوستو له نيولو وروسته هغوى ته اور واچاوه چې له پوليسو سره په متقابلو بريدونوکې دسردزيان په زغملو سره په تيښتې مجبور شول . ده وويل په دې نښته کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دپوليسو يو افسر ټپي شو .
0 د یوې دقیقې څخه لږ