خبرونهروغتیا

آقا خان موسسې د بدخشان د عامې روغتیا له ریاست سره مرسته وکړه

 کابل / د سلواغې ۳۰ مه باختر

د آقا خان د روغتيايي خدمتونو موسسې مسوولینو د بدخشان د عامې روغتیا ریاست د روغتيايي ټيم په همکارۍ پرون د بدخشان دروازو ولسوالۍ وکتې.

د آقا خان د روغتیايي خدمتونو مسوول نجیب الله ابراهیم خېل د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغې موسسې د بدخشان د روغتيايي ټيم په همکارۍ د بدخشان د دروازو له روغتيايي مرکزونو سره د درملو مرسته وکړه .

هغه زیاته کړه چې په دغه مرسته کې د والګي ، د موسمي ناروغیو  د درملنې او د شري واکسین شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرکال څه د پاسه ۶۸ تنه په کوفت آب او نسي ولسوالیو کې د شري د ناروغۍ له امله مړه شوي وو.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته