امنیت

اتلس طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د وري ۱۴ / باختر
په هلمند کې په نویوجګړو کې ۱۸ طالبان ووژل شول او ۴ نورټپیان شول.
دغه طالبان تېره شپه د لښکرګاه ښار او د ناوې او نهرسراج ولسوالیوپه مربوطاتوکې د پوځيانو پر پوستو د یرغل لپاره چمتوکېدل چې د هوا او ځمکې له لوري پرې بریدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې په دغو جګړو کې ۱۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۴ نورټپیان شول.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوبل خبرله مخې، پوځيانو په هلمند کې د ۲۰ ماینونو په کشفولواو شنډولوسره د یولړچاودنومخه ونیوله.
د دغو ماین ښخوونو په اړه څوک نه دي نیول شوي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته