امنیت

اته تنه ملکیان په چاودنه کې ټپیان شول

– جلال اباد / د وري / ۱۴/ باختر
په ننګرهار کې د ماین د چاودنې له امله ٨ ملکیان ټپیان شول .
ماین پرون ناوخته د جلال اباد په ښار کې د خلکو په منځ کې وچاودید
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په چاودنه کې ٨ ملکیان ټبیان شول.
ډاکتران په دې چاودنه کې د دوو تنو ټپیانو روغتیایی حالت د اندیښنې وړ وباله.
تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته