سیاست

جمهور رئیس غني افغانستان امریکايي پوهنتون او د نابینایانو لېسه وکتله

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٦ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار افغانستان امریکايي پوهنتون او د نابینایانو لېسې څخه د کتنې پرمهال ژمنه وکړه چې دولت به د دغو دوو ښوونیزو بنسټونو د فعالولو لپاره جدي هڅې وکړي.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
   جمهور رئیس د چهارشنبې ورځې د تروریستي برید له امله په یاد پوهنتون کې د رامنځته شويو زیانونو د لیدنې پر مهال وویل، ټول ملت او دولت په ښوونیز بنسټ د دغه برید له امله چې زموږ د هېواد د راتلونکي جوړونکي په کې شهیدان او ټپیان شول سخت متاثره شوي دي، خو تروریستان او د هغوی ملاتړي دې پوه شي چې د افغانستان د جوړولو او د دښمن د ځپلو په برخه کې زموږ عزم او اراده مضبوطه ده. 
جمهور رئیس وویل، امنیتي بنسټونو او  د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ته یې لارښوونه کړې ده چې سیمه په بشپړه توګه وارزوي او لا زیات امنیتي تدابیر ونیسي. هغه همدارنګه د پوهنتون په ښو امنیتي تحکمیاتو ټینګار وکړ، ترڅو محصلین په ارامه خپلو درسونو ته دوام ورکړي.
د افغانستان امریکايي پوهنتون رئیس مارک انګلش، د برید پر مهال د وضعیت د تعقیبولو په خاطر له جمهور رئیس او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو له ښرښندنو په ځانګړي ډول د بحران ضد ۲۲۲قطعې څخه مننه وکړه.
د پوهنتون رئیس وویل، ددغه بنسټ د ماسټرۍ ټولګیو تدریس به سر له نن څخه په عادي توګه دوام مومي، تر څو تروریستانو ته یو څرګند پیغام واوسي چې افغانان د هغوی له بریدونو ویره نه لري، غواړي په ښه تعلیم سره خپل هېواد آباد کړي.
ورپسې جمهور رئیس د نابینایانو لېسې ته ورغی او د دغه بنسټ وضعیت یې وارزاوه. د لېسې مسوولینو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له هڅو څخه مننه وکړه او د دغې لېسې په بیارغاونه کې یې د جمهور رئیس توجه وغوښته.
جمهور رئیس غني اړوندو مسوولینو ته دستور ورکړ چې زیانمنې سیمې په بشپړه توګه وارزوي او ژمنه یې وکړه چې دا ښوونځی به ژر ورغاول شي، ترڅو زده کوونکي په عادي توګه خپل درسونه پيل کړي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته