خبرونهامنیت

اته تنه په تخارکې د غیرقانوني وسلو د لېږدولو په تړاو ونیول شول

کابل / د لیندی ۸ / باختر
د تخار د چال ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې مدیریت د دویم سمت د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسوتېره شپه د ګزمې په وخت کې ٨ تنه د وسلو د لېږدولو او پلورنو په اړوند ونیول.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې له نیول شویو کسانوڅخه یو چره يي ټوپک او ٣ کلاشینکوفونه ترلاسه شوي دي.
د دغې پېښې په اړه د پولیسو څېړنې دوام لري.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته