امنیت

اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر د زمري اوومه :
د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو  ٢٤ ساعتوکې دهېواد په بېلابېلو سيموکې دخلکو دسر او مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات دننګرهار، غزني،  پکتيا، روزګان، غور، فارياب او دکندز د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې په نتيجه کې  اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يوشمېر نور يې ټپيان شول .
دغه راز په دغو عملياتوکې ځينې سيمې هم د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوې او د دښمن يوه اندازه وسلې او مهمات، اووه موټرسايکلونه او نور جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . 
  ختم_ ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته