امنیت

اته ديرش تنه سرتيري په فارياب کې دفراغت سندونه ترلاسه کړل .

کابل باختر د چنګاښ ديرشمه :
٣٨ تنه سرتيري  په فارياب ولايت کې دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ   وياند او دمطبوعاتو آمر عبدالکريم يورش باختراژانس ته وويل دغه غونډه چې دفارياب ولايت دامنيې قوماندان مل پاسوال دلاور شاه دلاور په شتون دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ په تعليمي مرکز کې جوړه شوې وه  ٣٨ تنه سرتيري دتعليمي مرکز له کورس  څخه داتو اوونيوپه تيرولو سره فارغ شول .
يورش زياته کړه چې دغه سرتيري په دغه مرکز کې دحقوقي ، مسلکي ، تاکتيکي ، تخنيکي  او د  )١٦m (تاکتيکي وسلې زده کړې کړي دي  چې دعسکري دتحليف  له اجراکولو او دسندونو له ترلاسه کولو وروسته  بيلابيلو امنيتي  قطعاتو ته توظيف شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته