امنیت

دپلخمري په لويه لاره کې امنيتي ګواښ لرې شو .

کابل/ دليندۍ ١١مه / باختر :
دامنيتي  قرارګاوو په جوړولو سره دپلخمري – بغلان په لويه لاره کې  امنيتي ګواښونه لرې شول .
  دبغلان دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر  سمونوال  نقيب الله يوسفي باختر اژانس ته وويل چې دپلخمري  دخلازو په کلي او په ډنډ شهاب الدين کې دنويوامنيتي قرارګاوو په جوړولو سره ددغه ولايت دمرکز پلخمري او بغلان  په لويه لاره کې  امنيتي ګواښونه لرې شول .
هغه زياته کړه چې پخوا دغه مسافران  له دغې  لارې څخه په تېرېدو سره له امنيتي  ګواښونو او دوسله والو مخالفينو له  ځورونې او کړونې سره مخ وو اودغه راز دمسافرينو مالونه غلاکېدل او دتيلو ټانکرونوته اوراچاوه .
ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته