امنیت

اته طالبان په بدخشان کې ووژل شول

کابل /د سلواغې ٢٨مه /باختر
اته وسله وال طالبان نن د بدخشان ولايت په مربوطاتو کې ووژل شول .
د ٢١٧ پامير قول اردو باختراژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلوسره ليکلي دي چې دغه وسله وال طالبان د بدخشان د يفتل ولسوالۍ د غمار درې په کلي کې هغه وخت په هوايي بريد کې ووژل شول چې غوښتل يې د دغې سيمې پر امنيتي پوستې يرغل وکړي .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دې هوايي بريد کې ٤ وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى يوشمېر جنګي وسايل او دوه سنګرونه له منځه يوړل شول.
ختم- ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته