امنیت

اته طالبان په غور کې ووژل شول

کابل / د وري ۲۹ مه / باختر
په غور کې اته وسله وال طالبان په ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ووژل شول.
دغه عملیات چې د غور د مرکز فېروزکوه ښار په لوېدیځ کې ترسره شول، په پایله کې یې د کوز جر سرخ، د ملا دلبر، حبیب الله او بر جر سرخ کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاې شول.
هغه زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې همدارنګه ۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۸ نور یې ټپیان شول او د دښمن ۲۰ موټرسایکیلونه او سنګرونه ویجاړ شول.
د یو بل خبر له مخې:
امنیتي ځواکونو د فېروزکو په لوېدیځ شابېدک سیمه کې د یو ماین په شنډولو سره د چاودنې مخه ونیوله.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول وویل چې دغه ماین د تروریستي برید د ترسره کولو په موخه په یو موټرسایکل کې ځای پرځای شوی و.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته