امنیت

اته طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل / د وري ۵ مه / باختر
اته وسله وال طالبان په ننګرهار کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په خوږياڼيو او پچيراګام ولسواليو کې د دوى په پټنحيو کې بريدونه وشول.
د ننګرهار يوې امنيتي سرچینې باختر آژانس ته وويل چې د هوايي ځواکونو په دغو بريدونوکې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په ننګرهار کې پر وسله والوطالبانو بريدونه په وروستيو مياشتوکې زيات شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو د ننګرهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د ۱۶ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته