خبرونهامنیت

اته ویشت طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۱۱ مه / باختر
په قندهار کې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې د څو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٢٨ وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نور یې ټپيان شول.
پر دغو طالبانو نن سهار په ډنډ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر يوې پوستې د دوى د يرغل په وخت کې هوايي بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغه هوايي بريد کې ٢٨ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور یې ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې پر دغو وسله والو طالبانو د پوځيانو پر پوستې د دوى د يرغل په وخت کې هوايي بريد وشو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په وروستۍ يوه مياشت کې وسله والو طالبانو ته په قندهار کې د سر درانده زيانونه اوښتي دي چې زياتره يې د هوايي بريدونو له امله رامنځته شوي دي.
ختم- ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته