خبرونهامنیت

اته ویشت طالبان په هلمند کې ووژل شول

۱۴- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
په هلمند کې ۲۸ وسله وال طالبان له پوځیانو سره په نښتو کې ووژل شول او ۱۱ نور یې ټپیان شول.
دغه جګړې تېره شپه تر نن سهاره پورې په لښکرګاه ښار او د سنګین او ناوې ولسوالیو په مربوطاتو کې د طالبانو له بریدونو وروسته په دوام ونښتې.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د دریمې لوا د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دغو نښتو کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپیان شوي دي.
افغان ځواکونه وایي چې د پوځیانو پر پوستو د طالبانو له بریدونو وروسته، هوایي ځواکونو د ځمکنیو ځواکونو په همکارۍ پر وسله والو طالبانو بریدونه وکړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
په هلمند کې پر موټرسایکل سپور یو طالب، هغه وخت د پوځیانو په ډزو کې ووژل شو چې د هغوی امر ته پاملرنه ونه کړه.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته