امنیت

اته څلويښت تنه تروريست طآلبان دهېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونوکې ووژل شول .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
دملي دفاع وزارت دهېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونوکې داته څلويښتو تنو تروريستو طالبانو دوژل کيدو خبر ورکړ .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي دافغانستان دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې د امنيت دتامينولو  او د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد دفارياب ولايت په پښتون کوټ  ولسوالۍ کې  دظفر – ١١  ګډ عمليات  ترسره کړل چې له امله يې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او مړي يې دجګړې په ډګر کې پاتې دي او دوه ماينونه د ٢٠٩ شاهين قول اردو دلومړي پلې لوا دماين پاکولو د ټيم له خوا  کشف او شنډ  کړى شول او دهمدې عملياتو په بهير کې دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ دچارشنبې بازار  په ساحو کې پنځه تنه دښمنان ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول .
په همدې حال کې د تندر – ١٤ دګډو عملياتو په بهير کې چې دافغانستان  اتلو دفاعي او امنيتي ځواکونو دامنيت دتامينولو  او دخلکو ددښمنانو دځپلو په مقصد دکندز ولايت دامام صاحب دولسوالۍ د قرغز اوپاکستاني پله په ساحو کې ترسره کړل دولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او شپاړلس تنه نور ټپيان شول چې ددريو  تنو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې او يوکلاشينکوف په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته