سیاست

اجرائیه رئیس د ایټالیا له نوي سفیر سره ولیدل

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې ١٥ مه
کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کي د کابل لپاره د ایټالیا له نوي سفیر روبرټو کنټوني سره ولیدل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:

په دغه لیدنه کي د دواړو هیوادونو ترمنځ د هر اړخیزو همکاریو ترڅنګ د پرمختیايي او اقتصادي برخو پر څو مشخصو پروژو هم بحث وسو.
اجرائیه رئیس د ایټالیا سفیر ته د نوي دندي د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چي هیواد یې د ایټالیا په ملاتړ د ریل ګاډي د پټلۍ او د هرات د هوايي ډګر د رغوني کارونو ته هیله من دی.
نوموړي زیاته کړه، چي د هرات د هوايي ډګر د رغوني چاري به د اوسني پلان مطابق سرته رسيږي او د کار په مخ کي یې هیڅ راز خنډ وجود نلري.
هغه د هیواد په لوېدیځ کي د ریل ګاډي د پټلۍ جوړولو پروژې ته په اشارې سره وویل، چي ددغې پروژې تکمیلي به افغانستان د ریل پر لیکه د ایران د چاه بهار بندر ته ونښلوي.
په کابل کي د ایټالیا نوي سفیر روبرټو کنټوني وویل، چي هیواد یې د اوږدمهال لپاره له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ژمن دی او اړیکي به نورو برخو او پړاوونو ته هم وغځوي.
نوموړي زیاته کړه، چي هیواد یې د هرات د هوايي ډګر رغولو پروژې ته لېوال دی او پلان لري، چي تر راتلونکو میاشتو پوري یې د کار پیلوني د امکاناتو سنجوني پروسه پیل کړي.
هغه یادونه وکړه، چي دوی د ریل پټلۍ جوړوني پر پروژه هم کار کوي او هیله لري، چي ددې پروژې د کارونو په برخه کي هم هڅي چټکي سي.
ښاغلي کنټوني د وارسا او بروکسل په کنفرانسونو کي هم د افغانستان له ونډي ملاتړ او ورته له چمتووالي څخه ستاینه وکړه.#  
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته