امنیت

په بدخشان کې دطالبانو ستر قوماندان مولوي عبدالرحمن ونيول شو.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٢
په بدخشان ولايت کې دوسله والو طالبانو ستر قوماندان مولوي عبدالرحمن دپوځي عملياتو په بهير کې ونيول شو.
د طالبانو دغه قوماندان  پرون په داسې حال کې چې خپل پټنځي ته روان و دکشم ولسوالۍ دخم بک په سيمه کې دافغان سرتيرو له خوا  پرې بريد وشو او  له يوې ساعته نښتې  وروسته ونيول  شو.
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سيد جهانګير کرامت  له باختر آژانس سره په تيلفوني اړيکه کې دمولوي عبدالرحمن نيول يې  تاييد کړ او ويې ويل چې هغه په بدخشان ولايت کې د طالبانو يو له  سترو قوماندانانو څخه و.
ويل کيږي چې مولوي عبدالرحمن داستخباراتي اطلاعاتو او دپوځي عملياتو په بهير کې نيول شوي دي .
کرامت وايي چې په دې نښته کې چاته زيان نه دى رسيدلى .
په بدخشان کې سيمه ييز مسوولين مولوي کرامت  په دغه  ولايت کې د طالبانو ظالم قوماندان بولي  او وايي چې په افغان ځواکونو زياتره  خونړي  ترورستي بريدونه او د تګ راتګ  په  لاره  کې  دبمونه او ماينونو ښخول ددغه قوماندان په دستور ترسره کيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته