سیاست

اجرائیه رئیس د قندهار ولایت له صنعتکارانو سره ولیدل

کابل باختر د لړم د مياشتې ٢١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې مخکي د خپل کار په دفتر کي د قندهار ولايت له صنعتکارانو سره وکتل او د هغوی ستونزي یې واورېدې.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآزانس ته خبرورکړ.
د قندهار ولایت د صنعتکارانو یادي ډلي اجرائیه رئیس ته په دغه ولایت کي د صنعتي پارک د اوسني حالت او هلته د ۱۲۵ فعالو فابریکو په اړه معلومات ورکړل.

هغوی په خپلو خبرو کي وویل، چي په دغه پارک کي ۸۰ نورې فابریکې تر کار لاندې دي، چي ډېر ژر به فعالې شي، خو په خبره یې، چې د برېښنا نه شتون ورته لويې ستونزې را ولاړي کړي دي.

دغو صنعتکارانو له اجرائیه رئیس څخه غوښتنه وکړه، چي ورته د برېښنا د اساسي او دایمي حل لپاره د دهلې بند په پروژه کي د بريښنا د برابرولو او لنډ مهال لپاره د فیلکو او ارغنداؤ ولسوالۍ په سيندونو کي د برېښنا د تولید زمینه مساعده کړي.

د صنایعو لپاره د څرګندې پتې پیدا کول او د یوه مشخص قانون وضعه هغه غوښتني وې، چي د قندهار صنعتکارانو د خپلو ستونزو په حل کي اساسې وبللې او په دغو برخو کي یې له دولت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوري د دولت اجرائیه رئیس د صنعتکارانو فعالیتونه، چي د خلکو د هوساینې په برخه کې یې کوي، وستایل او له هغوی سره یې ژمنه وکړه، چي د امکاناتو تر حده به یې ستونزي ورته حل کړي.

ده دغه راز وویل، چي د کندهار د برېښنا دستونزي د حل لپاره یې وړاندي دانرژى اواوبووزارت له سرپرست او هم د برېښنا شرکت له رئیس سره کتلي او له ترکمنستان څخه د وارداتي بريښنا په پروژه کي به یې اساسي ستونزي حل شي.

ده زیاته کړه،له ډيل پرته به هلې ځلې وکړي، چي د قندهار د صنعتي پارک لپاره د برېښنا د پارچاوۍ مخه ونیسي او وروسته به یې د اساسي او دایمي حل لارې لپاره کار وکړي.

اجرائیه رئیس په نننۍ کتنه کي د قندهارله صنعتکارانو سره ژمنه وکړه، چي د صنعت لپاره د یوېمشخې پتې او قانون پر موضوګانو به د وزیرانو شورا په راتلونکې غونډه کي بحث وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته