نړۍ

اردوغان : هغه سرحدي ځواکونه چې امريکا يې جوړوي په نطفه کې يې له منځه وړو .

انقره  باختر د مرغومي شپږ ويشتمه :
د ترکيې جمهور رييس  رجب طيب اردوغان خبر دارى ورکړى دى چې، هغه ځواکونه  چې امريکا غواړي  له سوريې سره يې د دغه هېواد په پوله کې  جوړ کړي   له منځه وړي .
د ترکيي جمهور رييس پرون  وويل  ترکيه  به د  سوريې  د دموکراتيکو ځوانانو د  روزنې او د دغو سرحدي ځواکونو  جوړول له منځه يوسي .
  ده دغه ځواکونه  دترور پوځ وبلل .  ترکيه په سوريه کې  دکردي پوځي  مليشو ځواکونه  د ترکيې  د کردستان  دکارګرانو په ګوند پورې تړلې بولي  چې کلونه کلونه کېږي  د خپلواکۍ  د غوښتنې لپاره  له مرکزي حکومت سره  جنګيږي .
  ترکيه  د خلکو پوځي مدافع  قطعات تروريستان بولي  خو امريکا  دغه نظر  نه مني . او دغه ځواکونه  له داعش سره  د جګړې په خاطر  حياتي بولي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته