سیاستخبرونهاقتصادTOP

ازبکستاني چارواکي: د ترمذ-مزارشریف-کابل-پېښور پر رېل ګاډي پټلۍ په جدیت سره کار کوي

 کابل، د زمري ۳ مه، باختر

نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ افغان پلاوي په تاشکند کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر ویلادیمیر نوروف سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې ښاغلي نوروف د تاشکند په نړیواله غونډه کې د افغانستان د لوړ پوړي پلاوي د ګډون له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چي په دې ناسته کې به د افغانستان پرمختګونه بیان شي چې د ګډونوالو قناعت ترلاسه شي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د تاشکند د نړیوال کانفرانس له امله له ازبکستان څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې پخوا به د افغانستان د مسئلې په اړه د مذاکراتو، اوربند او د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو کانفرانسونه جوړېدل، خو دا ځل د افغانستان د اقتصادي پراختیا په باب نړیواله ناسته رابلل کېږي چې دا ښه پرمختګ دی.

متقي ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې ډاډمن امنیت د پانګونې لپاره ښه فرصتونه رامنځ ته کړي دي. هغه د هغو عناصرو پرخلاف چې څه موده وړاندې يې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر پوله د ورانکارۍ هڅه کړې وه، د عملیاتو په اړه یې د امنیتي سکتور مسؤولینو ته معلومات ورکړل.

متقي زیاته کړه چې اسلامي امارت پر خپلو کړو ژمنو ټینګ ولاړ دی او هېڅ ډلې او یا فرد ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د درېیم هېواد پرخلاف وکاروي.

په ورته وخت کې ښاغلي نوروف په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او د افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د ازبکستان ولسمشر د افغانستان سولې او ثبات ته ځانګړې توجه کوي او له دې فرصت څخه په استفادې د ترمذ-مزارشریف-کابل-پېښور پر رېل ګاډي په جدیت سره کار کوي. ده زیاته کړه چې د دې پروژې له پلي کېدو سره به منځنۍ اسیا او سویلي یو بل سره وصل شي او له دې لارې به د افغانستان اقتصاد ډېره وده وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د رېل ګاډي د پروژې په باب د افغانستان تیاري په ګوته کړل او یادونه یې وکړه چې په دې اړه له ازبکستان او پاکستان سره په مذاکراتو کې ښه پرمختګ شوی او اوس به عملي کار پیل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د تاشکند په نړېواله غونډه کې له شلو زیاتو هېوادونو او د نړېوالو سازمانونو استازو ګډون کړی دی.

ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته