کابل، د چنګاښ١٥مه، باختر
د ازبکستان مقاماتو ژمنه کړې، چې له افغانستان سره خپلې ترانزيتي همکارۍ زياتوي او د افغاني مالونو په ګمرکي تعرفه کې کمښت رامنځته کوي.
د باختراژانس مبصرليکلي؛ په دې وروستيو وختو کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت يو پلاوى چې په ترکيب کې يې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې غړي او يوشمېر ملي سوداګر شامل وو، ازبکستان ته لاړل، چې د دواړو هېوادنو ترمنځ د تجارتي راکړې ورکړې او په افغانستان کې د پانګونې د پراختيا او د ترانزيتي مسلو په اړوند خبرې وکړي.
ويل شوي، چې د افغانستان پلاوي له ازبکي مقاماتو سره ګټورې خبري اترې وکړې او د ازبکستان مقاماتو ژمنه وکړه چې افغانستان ته د ترانزيت په برخه کې زياتې اسانتياوې برابروي او د افغانستان د صادراتي مالونو په ګمرکي تعرفه کې کمښت رامنځته کوي.
دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو په برخه کې يوه ښه خبره ده. افغانستان د بهرنيو پانګونې لپاره لوړ ظرفيتونه لري او ازبکستان هم دغه شان ظرفيتونو کې د پانګونې پلان لري. بله مسله د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ترانزيتي همکاري ده، ازبکستان د جنوبي اسيا بازارونو ته د رسېدو لپاره د افغانستان ترانزيتي تګلوري ته اړتيا لري او افغانستان هم د منځنۍ آسيا او روسيې د هېوادونو بازارونو ته د رسېدو لپاره د ازبکستان ترانزيتي تګلوري ته اړتيا لري.
دا ښيي چې دواړه هېوادونه بايد په ترانزيتي برخو کې خپلې همکارۍ زياتې کړي. پخوا د افغانستان يوشمېر ګاونډيو هېوادونو هڅې کولې او کوي، چې د افغانستان له ترانزيتي تګلوري څخه يوه اړخيزه ګټه واخلي او په وچې پورې د افغانستان له تړلتيا څخه د خپلو پلاني ګټو لپاره حربي په توګه استفاده وکړي او تل يې د افغانستان د صادراتو د ترانزيت په تګلوري کې چې زياتره تازه ميوې او سابه دي او هغه هم خپل ټاکلى فصل لري ستونزې رامنځته کړي او په دې ترتيب د افغانستان کمزوري اقتصاد ته يې زيات زيان اړولى، خو خپله د افغانستان له ترانزيتي تګلورو څخه د استفادي لپاره زياتې ګټې لرلې او ځانته يې زيات امتيازات طرحه کړي دي، په داسې حال کې چې نه شو کولاى ترانزيت ، اقتصاد او سوداګري سياسي وي او د خپلې ګټې په لټه کې وي، په اوسني عصر کې د ګاونډيانو ترمنځ د تجارتي اړيکو لرل د هېوادونو بهرنۍ سوداګرۍ په بحث کې ځانګړى ارزښت لري او هرڅوک هڅه کوي چې د لنډو تګلورو په ټاکنه کې د لېږد را لېږد په لګښتونو کې کمښت او په تجارت کې د اقتصادي سپما کچه بدله کړي.
بله مسله د سيمې او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ امنيتي خبره ده په داسې حال کې چې د سوداګري او اقتصادي راکړې ورکړې زياتوالى د اقتصادي، سياسي او امنيتي تعاملاتو د غوټه کولو په مانا ده، د افغانستان سيمه ييز او بهرنی سياست هم د اقتصادي پراختيا او د ترانزيتي نويو تګلورو د پرانیستلو او د سوداګرۍ د ښه والي پراصل ولاړ دى او اقتصادي همکارۍ د افغانستان اسلامي امارت يو هدف دى، چې مثبتې پايلې لري. نن له ګاونډيو هېوادونو سره او د هغو له لارې د سيمې له هېوادونو سره د افغانستان تجارتي اړيکې د پراختيا په حال کې دي او ټينګار کېږي چې اقتصادي اړيکې بايد له سياسي مسلو لرې وساتل شي او همدغه شان هم شوې دي.
\ ج