![Ps202407017](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/07/PS202407017-720x470.png)
کابل، د چنګاښ ۱۱مه، باختر
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، نن له یوشمېر ازبیکستاني پانګه والو سره وکتل.
باختر آژانس ته د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې ازبیکستاني پانګه والو په افغانستان کې د ډبرو سکرو د استخراج او پروسس، له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید، د نفتو د معیاري چاڼخونې جوړولو، د سمنټو د تولید فابریکې جوړولو، د مالګې کانونو د استخراج او معیاري پخې مالګې د تولید، د معیاري نساجي فابریکې رامنځته کولو او همدا رنګه د برېښنایي حکومتولۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
یادو پانګه والو زیاته کړې چې افغانستان د پانګونې لپاره په یو مناسب هېواد بدل شوی او له بشپړ چمتووالي سره راغلي چې په یادو برخو کې پانګونه وکړي او خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال هم په خپلو خبرو کې، په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونې ته د ازبیکستاني پانګه والو له لېوالتیا څخه هرکلی کړی او دوی ته یې ډاډ ورکړی چې ټول وزارتونه او ادارې به په خپلو اړوندو برخو کې له دوی سره همکاري وکړي.