خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

اسلامي امارت دې د خصوصي برخې د هدفمندو اقتصادي فعاليتونو د ودې او پياوړتيا لپاره، شرايط برابر کړي

 کابل، د غبرګولي١٧مه، باختر

د ملګرو ملتو سازمان د سياسي نمايندګۍ دفتر (يوناما) ټينګار کوي چې د ملګروملتو سازمان او امريکا نه غواړي چې په افغانستان کې خصوصي سکتور کمزورى شي.

د باخترآژانس مبصر ليکي:  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې ميرمن ديبرلاينز پرون د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست  اميرخان متقي سره په کتنه کې ويلي، چې  د ملګرو ملتو سازمان او  امريکا نه غواړي د افغانستان بانکي نظام او خصوصي برخه کمزورې شي او رامنځته شوې ستونزې به د خبرو له لارې حل شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې دي  چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بيا ټينګښت سره د نړۍ يو شمېر هېوادونه د خپلو موخو او پروګرامونو له مخې هڅې کړي چې په اقتصادي فشارونو سره په افغانستان کې نوى نظام  له چلنجونو سره مخ کړي، د بنديزونو لګول، د افغانستان د شتمنيو ګنکل کول، د مالي مرستو بشپړ بندول او د پرمختيايي او بنسټيزو پروژ بندول هغه ابزار و چې هڅې شوې دي اسلامي امارت تر اقتصادي فشار لاندې ونيسي.

دغه راز په بانکي فعاليتونو کې د بحران رامنځته کول د دې سبب شوی چې  له بهرنيو هېوادونو سره  د افغانستان  تجارتي راکړې ورکړې ته زيان ورسېږي او آن خلک په بانکونو کې  خپلو پيسو ته لاسرسى ونلري،  پر افغانستان د دغه شان يو حالت په تپلو سره سوداګر او پانګه والو ونه شول کړاى منظمه راکړه ورکړه ولري علت یې هم روښانه و چې د دولتي او خصوصي بانکونو غيرفعالول و، اسلامي امارت د بيا ټينګښت په لومړيو ورځو کې  په هېواد کې د بانکي فعاليتونو د بيا احيا کولو لپاره زياتې هڅې وکړې، هدف دا و چې د بانکونو په بيا فعالېدو سره د هېواد اقتصادي څرخ بيا په حرکت راشي، که څه هم دا اقدامات له محدوديتونو سره مخ و سوداګر او خلک په بانکونو کې  د خپلو پيسو يوې لږې او ټاکلې اندازې ته لاسرسى پيداکړ خو هدف په هېواد کې د رکود په حال کې د اقتصاد احيا کول و خو بيا هم اسلامي امارت  د موجودو دليليونو له امله نه دى بريالی شوى چې د هېواد د بانکونو ستونزه په بنسټيز ډول حل کړي، خو له هڅو نه دي په شا شوي او خپلو هلوځلو ته يې دوام ورکړى دى، دا هغه هڅې وې چې نن نړيواله ټولنه اړ کېږي  په  افغانستان کې موجوده معقوليتونه په پام کې ونيسي  او د اقتصادي فشارونو پرځاى له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ لاره غوره کړي، د افغانستان د اقتصاد په راپرځېدو سره  به په دغه هېواد کې امنيتي، بې وزلي او د وزګارتيا ستونزې زياتې شي چې پايلې به يې له شک پرته د ګاونډويو او د سيمي هېوادونو لمن ونيسي، بله خبره چې د نړيوالې ټولنې قناعت برابر کړى دا دى چې اسلامي امارت د افغانستان اقتصادي ودې لپاره پراخ نظر لري نه انحصاري نظر، اسلامي امارت هڅې کوي  د ډول ډول پروګرامونو په طرحه کولو سره  د خصوصي برخې د اقتصادي فعاليتونو د ودې او پياوړتيا لپاره چې هدفمند وي شرايط برابرکړي او د تجارتي او پانګونې  د قوانينو په اسانه کولو او د مناسبو مقرراتو په تدوينولو، د قانون په پراختيا، د امنيت په تامينولو او د خصوصي مالکيت د حقوقو په رعايتولو سره  د ملي اقتصاد له ودې سره مرسته وکړي.

ښه دا  ده چې نړيواله ټولنه په تېره بيا هغه هېوادونه او بنسټونه چې په اقتصادي بنديزونو او يا د افغانستان د شتمنيو په کنګل کولو سره  د اسلامي امارت پر وړاندې  د خنډونو د رامنځته کولو په فکر کې دي پوه دې شي چې دغه شان اقدامات د ستونزو  له زياتوالي او د افغانستان د خلکو  له مجازاتو پرته بله خبره نه ده. په داسې حال کې چې له اسلامي امارت سره تعامل او همکاري  کولاى شي هغه اقتصادي ستونزې کمې کړي چې د افغانستان له پلوه نړۍ ته ځیر دي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته